مقامی ۱۵ مئی ۲۰۲۶

آل مکران بس یونین د ډیجیټل میډیا پالیسي پر ضد احتجاج کړی

کوئټه (روزنامہ نوې ژوند پښتو کوټه): د آل مکران بس یونین صدر حاجي علي نواز لہري د صوبایي حکومت د مجوزه ډیجیټل میډیا پالیسي سخت مخالفت کړی او غوښتنه یې کړې چې دا پالیسي دې سمدستي لغوه کړل شي، هغه وویل چې دا پالیسي د بیان ازادي محدودوي او له امله یې د ځايي خبریالانو، سوشل میډیا کارکوونکو او عامو خلکو لپاره ستونزې جوړېږي، هغه زیاته کړه چې حکومت باید داسې قوانین جوړ نه کړي چې د ولس له احساساتو او حقیقتونو سره په ټکر کې وي، او ټینګار یې وکړ چې یونین به د ولسي حقونو او مثبتو صحافتي فعالیتونو ملاتړ جاري ساتي.