واشنګټن (روزنامہ نوې ژوند پښتو کوټه): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې هغه په اصل کې د ایران سره د جګړې بندېدو مخالف و، خو د نورو هېوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان په غوښتنه دا پرېکړه وشوه، هغه د ایرفورس ون په خبرو کې د پاکستان وزیراعظم او فیلډ مارشل ستاینه وکړه او هغوی یې “شاندار شخصیتونه” وبلل، ټرمپ وویل چې که ایران خپل اټومي پروګرام د ۲۰ کلونو لپاره وځنډوي نو دا به کافي وي، خو د قوي ضمانت اړتیا شته، هغه همداراز د چین او ایران د تګلارو او د نړیوال سیاست په اړه هم څرګندونې وکړې.
