تهران(ویب نیوز) د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف خبرداری ورکړی چې د ایران د امنیت، ګټو یا شتمنیو پر ضد د هر ډول بل برید په صورت کې به د تهران ځواب تر پخوا ډېر چټک، سخت او دردناک وي. هغه وویل امریکا باید پوه شي چې د لوبې اصول بدل شوي او ایران اوس د هر اړخیزې جګړې په حالت کې دی. قالیباف وویل چې د ایران وروستي اقدامات باید متناسب غبرګون ونه ګڼل شي، ځکه د متناسبو ځوابي بریدونو وخت تېر شوی دی. نوموړي د جګړې په اړه د امریکايي چارواکو له خوا خپرې شوې انځورونه او ویډیوګانې د مصنوعي ځیرکتیا له لارې جوړې شوې وبللې او ویې ویل چې د ایران د اقداماتو له امله مخالف لوري له ناهیلۍ سره مخ دي. قالیباف زیاته کړه چې ایران باید له پوځي جبهې سره یوځای د هېواد اقتصاد، ګراني، کارموندنې او بازار ستونزو ته هم سمدستي پاملرنه وکړي. بل لور ته د ایران اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو په سیمه کې د امریکايي پوځي بېړیو پر ضد د بریدونو د لا زیاتولو ګواښ کړی، چې له امله یې په سیمه کې د لا پراخ پوځي کړکېچ اندېښنې زیاتې شوې دي.
