تازه خبرونه ۶ ستمبر ۲۰۲۶

جرمني د روسیې پر ضد د جګړې پیل کوي، سرګي لاوروف

مسکو(ویب نیوز) د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د جرمني د لایپزیګ هوايي ډګر کې د ډرون د احتمالي برید په اړه د جرمني تورونه د یوې حقیقي جګړې پیل بللي دي. له یوې روسي خبري اژانس سره په مرکه کې لاوروف وویل چې هېچا دا معلومولو لپاره هڅه ونه کړه چې ډرون د چا و، خو جرمني په اصل کې د روسیې پر ضد د جګړې اعلان کوي. هغه په بون کې د روسیې د قونسلګرۍ او په برلین کې د روسي هاوس د تړلو په اړه وویل چې د دویمې نړیوالې جګړې له پیل مخکې هم جرمنانو خپل دیپلوماتیک ماموریتونه تړلي وو. لاوروف د جرمني د صدراعظم فریډریک مرز هغه څرګندونې هم خطرناک تمایل وبللې چې پکې یې په اروپا کې د تر ټولو پیاوړي پوځ د جوړولو هدف څرګند کړی و. د یادونې وړ ده چې د اګست په ۴مه د جرمني د لایپزیګ هوايي ډګر په امنیتي ساحه کې یو ډرون وموندل شو چې ادعا کېده چاودېدونکي توکي پرې نصب شوي وو. جرمني د سپټمبر په لومړۍ نېټه روسیه د دغه ناکام ډرون برید مسؤله وبلله او پر روسیې یې د پراخو بندیزونو اعلان وکړ.