پاکستان ۶ ستمبر ۲۰۲۶

د بلوچستان وزیراعليٰ سرفراز بګټي سره د نېکټا ملي همغږي کوونکي مېجر جنرال فیصل نصیر لیدنه

کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان وزیراعليٰ سرفراز بګټي سره د نېکټا ملي همغږي کوونکي مېجر جنرال فیصل نصیر لیدنه کړې، چې په ترڅ کې یې په بلوچستان کې د امن او امان پر عمومي وضعیت، د ترهګرۍ پر ضد اقداماتو، استخباراتي همغږۍ او د تلپاتې سولې لپاره پر ګډې تګلارې خبرې وشوې. په دې لیدنه کې د نېکټا او بلوچستان حکومت ترمنځ د ترهګرۍ ضد همکارۍ، د قانون پلي کوونکو ادارو د وړتیا لوړولو او د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د اړیکو لا اغېزمنولو په اړه هم خبرې وشوې. وزیراعليٰ سرفراز بګټي د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د مېجر جنرال فیصل نصیر خدمتونه وستایل.