پښین (سید سردار محمد خوندۍ)
د پښین ولسوالۍ او سرانان کې د وسله والو جتھو د فعالیتونو او د وروستیو ترهګریزو او ناامنۍ پېښو پر ضد د پښین د آل پارټیز انجمن تاجران لخوا احتجاجي لاریون ترسره شو چې وروسته په احتجاجي غونډه بدل شو.
په احتجاجي لاریون کې د عوامي نېشنل پارټۍ بلوچستان صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي په ځانګړي توګه ګډون وکړ. دغه احتجاجي غونډې ته د عوامي نېشنل پارټۍ صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي، د جمعیت علماء اسلام صوبايي نائب امیر مولانا کمال الدین، د پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ مرکزي سیکرټري اطلاعات عیسی خان روشان، د انجمن تاجران او مدني ټولنې استازو او مشرانو ویناوې وکړې.
ویناوالو په خپلو خبرو کې وویل چې په پښتون بېلټ کې د بي اېل اې په نوم ترهګریزې پېښې د پښتون او بلوڅ شخړې په توګه ښودل د دواړو قومونو ترمنځ د کرکې او واټن پیدا کولو هڅه ده، په داسې حال کې چې په حقیقت کې د پښتنو او بلوڅو ترمنځ هېڅ ډول شخړه شتون نه لري.
هغوی وویل چې ریاست د خپل رټ په ټینګولو کې پاتې راغلی دی او هڅه کیږي چې د پښتون او بلوڅ نفرت داسې یوې مرحلې ته ورسول شي چې دواړه قومونه پخپله د ترهګرۍ، ناامنۍ او مظلومیت پر ضد مبارزه کوي. ترهګري د هېڅ قوم، ژبې او سیمې استازیتوب نه کوي او د دې پر ضد یو موټی کېدل او غږ پورته کول د وخت مهمه اړتیا ده.
د احتجاجي غونډې ګډونوالو پر حکومت او اړوندو ادارو سختې نیوکې وکړې او غوښتنه یې وکړه چې د پښین او سرانان په ګډون په ټولو پښتني سیمو کې دې د ترهګرۍ او وسله والو جتھو د فعالیتونو مخه په سمدستي توګه ونیول شي او د ولس د ځان او مال ساتنه دې باوري کړل شي. لاریون کوونکو څرګنده کړه چې د ناامنۍ او ترهګرۍ دا لړۍ په هېڅ صورت د منلو وړ نه ده او باید سمدستي پای ته ورسول شي.
په دغه احتجاجي مظاهره کې په لویه کچه ولس ګډون کړی وو.
