مقامی ۷ ستمبر ۲۰۲۶

د سپتمبر ۷مه د ختم نبوت د بریا ورځ د پاکستان او اسلامي نړۍ لپاره ستر تاریخي ورځ ده: جمعیت نظریاتي

کوټه (ویب نیوز) د جمعیت علما اسلام نظریاتي پاکستان مرکزي امیر مولانا عبدالقادر لوني، مرکزي عمومي منشي مولانا محمودالحسن قاسمي، د خیبر پښتونخوا صوبایي امیر مولانا قاضي ګل الرحمن نکیال، د بلوچستان صوبایي امیر مولانا قاري مهرالله، صوبایي امیر مولانا عزیز احمد شاه امروټي، د پنجاب صوبایي امیر مولانا ثناءالله فاروقي، صوبایي عمومي منشي مفتي شفیع الدین، مرکزي نائب امیر مولانا عبدالوهّاب ډهېر، مرکزي نائب امیر مولانا عبدالروف، سرپرست اعلیٰ مولانا ډاکټر شمس الهدیٰ، مرکزي د اطلاعاتو سیکرټري سید حاجي عبدالستار شاه چشتي او مرکزي د مالیاتو سیکرټري حاجي حیات الله کاکړ د ختم نبوت د بریا ورځې په مناسبت په خپلو ویناوو کې ویلي چې د سپتمبر ۷مه د پاکستان او اسلامي نړۍ لپاره یوه ستره تاریخي او روښانه ورځ ده. مشرانو وویل چې د ۱۹۷۴ کال د سپتمبر په ۷مه د پاکستان منتخبې اساسي قانون جوړونکې اسمبلۍ له اوږدو علمي، شرعي او اساسي قانوني بحثونو وروسته د ختم نبوت عقیدې ته اساسي قانوني تحفظ ورکړ او قادیاني او مرزایي ډلې یې د غیر مسلمې اقلیت په توګه اعلان کړې، چې دا پرېکړه یو مهم اساسي قانوني او تاریخي پړاو ګڼل کېږي. هغوی وویل چې د سپتمبر ۷مه یوازې د یوې سیاسي یا قانوني بریا یاد نه دی، بلکې د ناموس رسالت ﷺ د تحفظ لپاره د امت مسلمه د نه ماتېدونکي عزم، د علماوو د تاریخي مبارزې او د شهیدانو د قربانیو ثمره ده. د ختم نبوت عقیده د اسلام له بنسټیزو تعلیماتو څخه ده او د امت مسلمه د اجتماعیت، یووالي او سلامتۍ مهم محور دی. د جمعیت نظریاتي مشرانو وویل چې هر کله د ختم نبوت پر عقیده فکري یا سیاسي برید شوی، امت مسلمه د خپلو ټولو اختلافاتو او دنیاوي مصلحتونو له پامه غورځولو سره د دې عقیدې د دفاع لپاره غږ پورته کړی دی. هغوی وویل چې د ختم نبوت تحفظ یوازې د یوې عقیدې ساتنه نه ده، بلکې د امت مسلمه د وجود، یووالي او سلامتۍ ساتنه هم ده. مشرانو وویل چې تاریخ شاهد دی، د صحابه کرامو له دورې تر نن ورځې مسلمانانو د حضرت محمد مصطفیٰ ﷺ د ختم نبوت د تحفظ لپاره هر ډول قربانۍ ورکړې دي. د یرموک؟ [نه] بلکې د یمامې د جګړې په اړه یې وویل چې صحابه کرامو په دغه معرکه کې د ختم نبوت د عقیدې د تحفظ لپاره سترې قربانۍ ورکړې او په خپل عمل یې څرګنده کړه چې د دې عقیدې په دفاع کې له هېڅ قربانۍ څخه دریغ نه کوي. مشرانو وویل چې حق‌ویونکو علماوو د ختم نبوت د تحفظ لپاره زندان، جلاوطني او بېلابېلې ستونزې زغملې، خو له خپل اصولي دریځ څخه یې لاس وانخیست. هغوی وویل چې د ختم نبوت د عقیدې دفاع د قرآن کریم، سنت نبوي، اجماع امت او تاریخي تسلسل له مخې یوه ثابته او نه بدلېدونکې حقیقت دی. هغوی ټینګار وکړ چې په اوسني دور کې هم د ختم نبوت د عقیدې د تحفظ لپاره علمي او فکري بیداري رامنځته کول ضروري دي، راتلونکو نسلونو ته باید د قرآن او سنت په رڼا کې د دې عقیدې اهمیت ور وپېژندل شي او په فکري او نظریاتي کچه د ګمراه کوونکو تصوراتو په وړاندې په دلایلو ولاړ ځواب ورکړل شي. مشرانو وویل چې امت مسلمه باید له خپلو ټولو فرعي او مسلکي اختلافاتو پورته شي او د داسې فتنو د مخنیوي لپاره متحد شي، او د اتحاد، علم، شعور او سوله‌ییزې مبارزې له لارې په نوې نسل کې د ختم نبوت د عقیدې په اړه پوهاوی رامنځته کېدای شي.