کوټه (ویب نیوز) د برمنګهم په اېجبسټن کرکټ لوبغالي کې د پاکستان او انګلستان ترمنځ د درېیم او وروستي ټېسټ د لومړۍ ورځې په پای کې پاکستان په لومړۍ پاڼۍ کې په ۱۳۳ منډو وسوځېد، خو انګلستان د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۶ منډې جوړې کړې او د پاکستان پر وړاندې یې ۲۳ منډې مخکښي ترلاسه کړه. انګلستان پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، پاکستان په خپله لوبډله کې څلور بدلونونه راوستل او ویکټ ساتونکي غازي غوري، الراونډر عمران رندهاوا او تېز توپ اچوونکي رضا الله ته یې د ټېسټ لوبې د پیل فرصت ورکړ. د پاکستان د منډو جوړولو لړۍ له پیل څخه له ستونزو سره مخ وه او د غرمې تر وقفې مخکې یې اووه لوبغاړي سوځېدلي وو. سعود شکیل ۴۳ او محمد عباس ۲۱ منډې جوړې کړې، په داسې حال کې چې رضا الله ۱۱ منډې وکړې. د انګلستان لپاره جوش ټونګ ۴، اولي رابنسن او جوفرا ارچر ۳،۳ ویکټې واخیستې، رابنسن د صائم ایوب په سوځولو سره په ټېسټ کرکټ کې خپله سلمه ویکټه هم بشپړه کړه. د انګلستان له لوري ایمیلوګی ۶۰ او هیري بروک ۵۲ منډې وکړې، ډین لارنس پر ۵ منډو ولاړ و، د پاکستان لپاره رضا الله چې خپله لومړۍ ټېسټ لوبه کوي، دوه ویکټې ترلاسه کړې. د یادونې وړ ده چې انګلستان د درې لوبو د لړۍ لومړۍ دواړه ټېسټ لوبې په ترتیب سره د یوې پاڼۍ او ۱۰۳ منډو او ۱۹۴ منډو په توپیر ګټلې دي.
