کوټه (ویب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره روانه جګړه به د منځمهالو ټاکنو وروسته پای ته ورسېږي او له ټاکنو وروسته د تېلو په بیو کې د پام وړ کموالي تمه کېږي. ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته په خبرو کې وویل چې امریکا له ایران سره د کومې هوکړې هڅه نه کوي، خو له ایران سره د خبرو اترو امکان شته، نوموړي زیاته کړه چې د ایران په اړه د امریکا هڅې یوازې تر اټومي هوکړې محدودې نه دي، بلکې له هغې هاخوا هم کار روان دی. ټرمپ د اشغال شوې لوېدیځې غاړې د یهودي مېشت ځایونو پر بندیزونو د اسرائیلو سره د خبرو اشاره هم وکړه. د اوکراین جګړې په اړه ټرمپ وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جګړې د پای ته رسولو لپاره هوکړه غواړي، په داسې حال کې چې روسیې هم د امریکا په منځګړیتوب د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیل هیله څرګنده کړې ده. د یادونې وړ ده چې په سیمه کې د روان کړکېچ له امله په نړیوال بازار کې د تېلو بیه له ۱۰۰ ډالرو په یو بېرل اوښتې چې د امریکا پر اقتصاد او راتلونکو منځمهالو ټاکنو فشار زیاتوي.
