تازه خبرونه ۱۰ ستمبر ۲۰۲۶

د حوثیانو پر سعودي عرب د بریدونو په اړه پاکستان د مکې تړون له مخې د خپل رول ترسره کولو اعلان وکړ

کوټه (ویب نیوز) پاکستان څرګنده کړې چې د مکې ګډ دفاعي تړون په بشپړ ډول نافذ دی او پاکستان به د دغه تړون له ټولو غوښتنو سره سم خپل رول ترسره کړي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان د اوونیزې خبري غونډې پر مهال وویل چې د مکې ګډ دفاعي تړون د پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان درې اړخیز دفاعي اتحاد دی، خو اوس مهال د دغه تړون د پراخولو یا د بل هېواد د ورګډولو په اړه هېڅ خبرې نه کېږي. د سعودي عربستان پر پولو د حوثي ملیشو د بریدونو او د پاکستان د احتمالي غبرګون په اړه د پوښتنې په ځواب کې ویاند وویل چې تړون فعال دی او پاکستان به د هغه ټولې مادې عملي کړي، خو د حوثیانو پر ضد د مستقیم پوځي اقدام په اړه دا مهال د اړخونو ترمنځ کومه رسمي خبرې نه دي روانې. هغه زیاته کړه چې له سعودي عربستان سره د پاکستان دوه اړخیزې دفاعي اړیکې او تړونونه پر خپل ځای دي، خو د درې اړخیز تړون عملیاتي میکانیزم لا نه دی جوړ شوی. تر دې مخکې د دفاع وزیر خواجه آصف هم ویلي وو چې په دغه تړون کې هېڅ ابهام نشته او پر یوه غړي هېواد وسله وال برید به پر ټولو درېیو هېوادونو برید ګڼل کېږي. نوموړي ویلي وو چې که د حوثیانو بې پیلوټه الوتکې یا توغندي د سعودي عربستان خاورې ته دننه شي، نو دفاعي تړون به فعال شي. خواجه آصف ویلي وو چې د مکې تړون یوازې دفاعي ماهیت لري او پر بل هېواد د خپل سر برید اجازه نه ورکوي، بلکې د ګډ دفاع له لارې د احتمالي بریدونو مخنیوی کوي، خو هیله یې څرګنده کړې وه چې د ډیپلوماټیکو هڅو له لارې به کړکېچ راکم شي.