کوټه (ویب نیوز) په یمن کې بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې ساؤدرن ټرانزېشنل کونسل ویلي چې دوی به د سعودي عربستان په ملاتړ د یمن د حکومتي ځواکونو او حوثیانو ترمنځ د روانې جګړې برخه نه کېږي، خو د حوثیانو پر وړاندې د مبارزې او د باب المندب تنګي او سره سمندر کې د بېړیو د تګ راتګ د لارو د خوندي ساتلو لپاره به خپلې هڅې روانې ساتي. د دې ډلې په وینا، په یمن کې اوسنی وضعیت د یوې پراخې جګړې بڼه غوره کوي او د باب المندب او سره سمندر د سمندري تګ راتګ خونديتوب یې مهمه موخه ده. باب المندب تنګی د نړیوالې سوداګرۍ او د تېلو د لېږد لپاره یوه مهمه سمندري لار ده او په وروستیو ورځو کې د حوثیانو د پرمختګ له امله د دې ستراتیژیکې لارې د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
