مقامی ۱۶ مئی ۲۰۲۶

د بنو په فتح خېل کې د پولیسو عملیات، ۵ ترهګر وژل شوي

کوټه (صداقت انټرنیشنل ویب نیوز) د بنو په فتح خېل پولیس چوکي د پېښې وروسته د پولیسو له خوا د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیاتو لړۍ روانه ده چې په ترڅ کې ۵ ترهګر وژل شوي دي، د ریجنل پولیس افسر (آر پي او) په وینا وژل شوي ترهګر د امنیتي ځواکونو، سي ټي ډي او عامو خلکو په بریدونو کې ککړ وو، بل لوري ته د کورنیو چارو فدرالي وزیر محسن نقوي د خیبر پښتونخوا پولیسو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د ترهګرو د ناکامولو په برخه کې د پولیسو هڅې د ستاینې وړ دي او ملت د خپلو زړورو پولیسو څخه ویاړ لري۔