کوټه (صداقت انټرنیشنل ویب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې پر ایران د پرېکنده برید پلان د پاکستان د ځینو مهمو شخصیتونو په غوښتنه ودرول شو، هغه د امریکا رسنیو ته ویلي چې دغو کسانو له ده غوښتنه وکړه چې جګړه ودروي او د خبرو له لارې معامله وشي، ټرمپ زیاته کړې چې هغه د اوربند پلوي نه و خو د نورو هېوادونو په غوښتنه یې د اوربند ملاتړ وکړ، نوموړي یو ځل بیا د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او فیلډ مارشل سید عاصم منیر ستایلي او همدارنګه یې چین ته سفر تاریخي بللی او د بیجینګ سره یې د ښو سوداګریزو اړیکو یادونه کړې ده۔
