کوټه (ویب نیوز) الجزائر له متحده عربي اماراتو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د پرېکولو پرېکړه کړې ده. د الجزائر دولتي ټلوېزیون ویلي چې دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ساتلو لپاره ټولې ممکنې لارې چارې وکارول شوې، خو الجزائر تر اوسه له متحده عربي اماراتو سره د اړیکو د پرېکولو مشخص لامل نه دی په ډاګه کړی. د دواړو هېوادونو ترمنځ په وروستیو کې ترینګلتیا زیاته شوې او الجزایري رسنیو په تېرو وختونو کې پر متحده عربي اماراتو په سیمه کې د اختلافاتو او بې ثباتۍ د رامنځته کولو تورونه لګولي دي. د الجزائر ولسمشر عبدالمجید تبون تېر کال له خلیجي هېوادونو سره اړیکې په عمومي ډول ورورولۍ وبللې او پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي، ویلي یې وو چې یو هېواد د الجزائر په کورنیو چارو کې د لاسوهنې او د دغه هېواد د بې ثباته کولو هڅه کوي، چې په پراخه کچه دا څرګندونې متحده عربي اماراتو ته متوجه بلل شوې وې. د روان کال په فبرورۍ کې الجزائر له متحده عربي اماراتو سره په ۲۰۱۳ کال کې د شوې هوايي خدمتونو د هوکړې د لغوه کولو بهیر هم پیل کړی و.
