تازه خبرونه ۱۱ ستمبر ۲۰۲۶

خلیلزاد: امریکا دې د اوسني عصر مهمو ګواښونو او ننګونو ته پام واړوي

کوټه (ویب نیوز) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې سخت پړاو تېر شوی او امریکا باید اوس خپلې پاملرنه د اوسني عصر مهمو ګواښونو او ننګونو ته واړوي. نوموړي د سپټمبر د ۱۱مې پېښې د ۲۵مې کلیزې په مناسبت ویلي چې دغو بریدونو د امریکا ملي ستراتېژي بدله کړه او د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه د دغه هېواد د ملي ستراتېژۍ اصلي محور وګرځېد. خلیلزاد ویلي چې امریکا په دې جګړه کې سترې بریاوې ترلاسه کړې او القاعده یې تر ډېره کمزورې کړه، خو اوس د چین راڅرګندېدل، د مصنوعي ځیرکتیا انقلاب، د اروپا، روسیې او هند د راتلونکي په اړه ناڅرګندتیاوې او په منځني ختیځ کې ګډوډي د اوسني عصر له مهمو ننګونو څخه دي. هغه ویلي چې چین هڅه کوي د نړۍ واکمن ځواک شي او مصنوعي ځیرکتیا ښايي د امریکا او چین ترمنځ د ځواک پر انډول او د راتلونکو جګړو پر بڼه د پام وړ اغېز وکړي.