کوټه (ویب نیوز) د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان په یمن کې د حوثیانو د پرمختګ او د سره سمندرګي د مهمې لارې پر وړاندې د ګواښونو له امله د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه د حوثیانو پر ضد د مستقیمو پوځي بریدونو غوښتنه کړې، خو ټرمپ دغه غوښتنه رد کړې ده. د امریکايي خبري ادارې ایګزیوس د راپور له مخې، محمد بن سلمان د پنجشنبې په ورځ له ټرمپ سره دوه ځله ټیلیفوني خبرې کړې دي، خو امریکايي چارواکي وايي چې تر اوسه د حوثیانو پر ضد د امریکا د مستقیمې پوځي مداخلې کوم پلان نشته. د راپور له مخې امریکا به سعودي عربستان ته د حوثیانو په اړه استخباراتي معلومات او د احتمالي هدفونو معلومات ورکوي، خو واشنګټن غواړي خپله پوځي پاملرنه پر ایران او د هرمز تنګي متمرکزه وساتي او په یوه نوي پوځي جبهه کې له ښکېلتیا ډډه وکړي. د سره سمندرګي او باب المندب ته نږدې د حوثیانو د زیاتېدونکې حضور له امله امریکا او د خلیج هېوادونه اندېښمن دي، په داسې حال کې چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر اډمیرل براډ کوپر هم سعودي عربستان ته د بېړنیو سلا مشورو لپاره سفر کړی دی.
