کوټه (ویب نیوز) د ښځینه شل اوریز اسیا جام په دویمه نیمه پایلوبه کې سریلانکا پاکستان ته په څلورو ویکټو ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار وموندله. په دوبۍ کې پاکستان لومړی توپ وهنه وکړه او په ۲۰ اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۰ منډې جوړې کړې، کپتان فاطمه ثنا ۴۷ ناسوځېدلې منډې وکړې، شوال ذوالفقار ۲۴ او ګل فیروزه ۲۱ منډې جوړې کړې. سریلانکا د ۱۳۱ منډو هدف د ۱۹م اور په ترڅ کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ، هرشیتها سماراوکرما ۳۶ او کوېشا دلہاري ۳۳ منډې وکړې. فاطمه ثنا څلور ویکټې واخیستې، خو د پاکستان بریا یې تضمین نه کړه. د اسیا جام پایلوبه به د سپټمبر په ۱۳مه د هند او سریلانکا ترمنځ ترسره شي.
