تازه خبرونه ۱۱ ستمبر ۲۰۲۶

درېیم ټېسټ: رضاالله چټکه توپ وهنه، انګلستان ته د ۱۳۰ منډو هدف

برمنګهم (ویب نیوز) پاکستان د انګلستان پر وړاندې په درېیم او وروستي ټېسټ کې د اننګز له ماتې ځان وژغوره او په دویمه پاڼۍ کې یې ۴۴۹ منډې جوړې کړې، چې انګلستان ته یې د بریا لپاره د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه. رضاالله په ۶۳ توپونو ۸۱ چټکې منډې وکړې او له محمد عباس سره یې د نهمې ویکټې لپاره ۱۲۱ منډې ملګرتیا وکړه، چې ۹ شپږیزې او ۴ څلوریزې یې ووهلې. محمد عباس ۴۲، اذان اویس ۵۹، بابر اعظم ۷۶ او شان مسعود ۹۵ منډې جوړې کړې. د انګلستان له لوري اټکنسن ۳، رابنسن، لارنس او ټنګ ۲،۲ ویکټې واخیستې. پاکستان په لومړۍ پاڼۍ کې په ۱۳۳ منډو وسوځېدلی و، خو انګلستان ۴۵۳ منډې کړې وې.