کوټه (ویب نیوز) د پاکستان چټک توپ اچوونکي رضاالله د انګلستان د ټېسټ لوبې لپاره د بلنې وروسته د بېړني پاسپورټ جوړولو خبر رد کړی او ویلي یې دي چې پاسپورټ یې شاوخوا یو کال مخکې لا جوړ شوی و. هغه له لوبې وروسته رسنیو ته وویل چې انګلستان ته له روانېدو شاوخوا یوه اوونۍ مخکې یې پاسپورټ جمع کړی و او په همدې موده کې د ټېسټ کرکټ د لوبولو په اړه هم خبرې روانې وې. رضاالله وویل چې په فرسټ کلاس کرکټ کې یې سلیزه او نیمه سلیزه هم وهلې او هیله یې لرله چې په ټېسټ کرکټ کې هم د ښه فعالیت وړتیا لري.
