تازه خبرونه ۱۲ ستمبر ۲۰۲۶

د سعودي د تېلو پر پایپ‌لاین د برید مسوول غالباً ایران دی، ټرمپ

کوټه (ویب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د سعودي عربستان پر یوې مهمې د تېلو پایپ‌لاین د برید مسوول غالباً ایران دی، خو د سعودي ولیعهد یې ښه ملګری دی او هر څه به سم شي. ټرمپ په ایرلنډ کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د هرمز تنګي بحران به هم حل شي او دا تنګی د امریکا تر کنټرول لاندې دی. هغه وویل، د ایران جګړه ښايي د امریکا د منځمهالو ټاکنو سمدستي وروسته پای ته ورسېږي او د جګړې له ختمېدو وروسته به د تېلو بیې هم راټیټې شي. ټرمپ زیاته کړه چې حوثیان نه غواړي له امریکا سره جګړه وکړي. د نوموړي څرګندونې په داسې مهال دي چې په یمن کې د حوثیانو د چټک پرمختګ او د سعودي عربستان پر مهمه د تېلو پایپ‌لاین له برید وروسته د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.