کوټه (ویب نیوز) پاکستان د سعودي عربستان په ریاض او مدینه سیمو کې د تېلو پر پایپلاین د ډرون بریدونه په کلکه غندلي او هغه یې د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، په بریدونو کې د تېلو پایپلاین زیانمنه شوې او یو شمېر ملکي وګړي ټپیان شوي دي، چې پر ملکي تاسیساتو برید کول د منلو وړ نه دي. پاکستان یو ځل بیا د سعودي عربستان د حاکمیت، امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا د بشپړ ملاتړ ژمنه کړې ده. د سعودي چارواکو په وینا، برید د عراق له خاورې شوی، په داسې حال کې چې د عراق لومړي وزیر د برید پخلی کړی، یو لوړپوړی پوځي قوماندان یې له دندې ګوښه کړی او له ایران سره یې د شلمچې پوله د تړلو اعلان کړی دی.
