مقامی ۱۶ مئی ۲۰۲۶

د کروړونو روپیو سولر واټر پلانټ فعال، خو ولس له اوبو محروم

حیردین (اے این این) د جروار پل پټ فیډر ته نږدې د او ډي سي اېل جروار پل (دیھ ګاندر) پر ځای جوړ شوی د سولر پاور واټر پلانټ چې په کروړونو روپیو لګښت پرې شوی، سره له دې چې فعال بلل کېږي، خو ولس ته د څښاک پاکې اوبه نه رسوي، د معلوماتو له مخې دا پروژه په ۲۰۱۷ کې د صحبت پور ښار او شاوخوا سیمو ته د پاکو اوبو د رسولو لپاره پیل شوې وه او په ۲۰۲۵ کې د یوې غیر دولتي ادارې له خوا تر ترمیم وروسته په سولر سیستم بدله شوې هم ده، سرچینې وایي چې دا پلانټ بشپړ فعال دی او له دې ځایه تر صحبت پور ښار پورې ۴ انچه پایپ لاین د ۱۵ پولیس چوکیو تر سیمې غځول شوی، خو بیا هم خلک د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي او په لوړه بیه اوبه اخلي، راپورونه وایي چې له همدې پلانټه ټینکرونو ته اوبه یوازې په ۲۰۰ روپۍ ورکول کېږي او بیا په ښار کې په ۳۰ تر ۴۰ روپۍ د فی کین په حساب پلورل کېږي، چې د ولس د استحصال او د سرکاري وسایلو د ناسمو استعمال شکونه یې راپورته کړي، ځايي خلکو او ټولنیزو حلقو د شفافې پلټنې او د مسؤلینو پر ضد د کارروایۍ غوښتنه کړې او له اړوندو ادارو یې د دې مهمې پروژې د ریښتیني فعالولو غوښتنه کړې ده۔