کوټه (اے این این) د آل بلوچستان بس یونین او د پنجاب او خیبر پښتونخوا بس یونین مشرانو ویلي چې په بلوچستان کې د ټرانسپورټ سکتور له سخت بحران سره مخ دی او ټرانسپورټران په ګڼو ستونزو کې راګیر دي، هغوی ویلي چې په لویو لارو کې ناامني، پر مسافرو موټرو غیر ضروري تم کېدل، د مختلفو ادارو له خوا مبینه بډې اخیستل، د نیشنل های وے پولیس سخت اقدامات او زیات جرمانې د کاروبار لپاره ستونزې جوړې کړي، هغوی زیاته کړې چې د تېلو بیې او د پرزې نرخونه هم ډېر لوړ شوي چې له امله یې ټرانسپورټي کاروبار له سقوط سره مخ دی او له حکومت یې د امن، ریلیف پیکج او غیر ضروري چیک پوسټونو د ختمولو غوښتنه کړې ده۔
