مقامی ۱۶ مئی ۲۰۲۶

د شیخ زرک خان مندوخېل د ولسي خدمتونو ستاینه وشوه**

کوټه (اے اېن اېن) د پاکستان مسلم لیګ (ن) د یوتھ ونگ صوبایي مشر امیر خان اچکزئي ویلي چې د بلوچستان اسمبلۍ غړي شیخ زرک خان مندوخېل د ولسي خدمتونو او کارکردګۍ له امله د ستاینې وړ شخصیت دی او هغه د خلکو یو رښتینی استازی دی چې تل یې دروازې د ولس پر مخ پرانیستې ساتلې دي. نوموړي په خپل بیان کې وویل چې شیخ زرک خان مندوخېل د خپل حلقې د خلکو ستونزو ته لومړیتوب ورکړی او د تعلیم، صحت، سړکونو او نورو بنسټیزو پرمختیایي پروژو لپاره یې مهم رول ادا کړی دی، چې له امله یې د خلکو اعتماد ترلاسه کړی او د بلوچستان د پرمختګ لپاره یې د لا زیاتو هڅو تمه څرګنده شوې ده.