تازه خبرونه ۱۴ ستمبر ۲۰۲۶

په امریکا کې د ډیزلو بیه د تاریخ تر ټولو لوړې کچې ته ورسېده

کوټه(ویب نیوز) په امریکا کې د ډیزلو د یوه ګیلن بیه د تاریخ تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې او له ۶.۲ ډالرو اوښتې ده. په نړیوال بازار کې د خام تېلو بیې له پرله‌پسې بدلون سره مخ دي او د برینټ خام تېلو بیه تر ۱۰۸ ډالرو فی بېرل پورې لوړه شوې، په داسې حال کې چې امریکايي خام تېل په ۱۰۳ او د متحده عربي اماراتو مربان تېل په ۱۱۹ ډالرو فی بېرل پلورل شوي دي. په پاکستان کې د پټرولیم محصولاتو د نویو بیو اعلان نن شپه تمه کېږي. بلخوا په سوریه کې د ډیزلو او پټرولو د بیو د لوړولو پر ضد خلک سړکونو ته راوتلي، ګډوډي یې کړې او ټایرونه یې سوځولي دي. د سوریې حکومت د ډیزلو بیه ۴۰ سلنه او د پټرولو بیه ۲۸ سلنه لوړه کړې ده.