کوټه(وېب نیوز) په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د حوثیانو پر ۵۴ مرکزونو هوايي بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې د دوو ماشومانو په ګډون درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. بریدونه په لحج، تعز، الجوف، مأرب او حجې سیمو کې شوي دي. بل لور ته یمني حکومتي ځواکونو په تعز کې پرمختګ کړی او له حوثیانو یې څو مهمې دفاعي پوستې بېرته نیولې دي، په داسې حال کې چې حوثیانو د سعودي هوايي بریدونو څخه د خوندي پاتې کېدو لپاره خپلې تګ راتګ پټې کړي دي. حوثیان د سعودي عربستان دننه د تېلو تاسیسات او مهم پوځي مرکزونه هم په نښه کوي.
