کوټه(ویب نیوز) امریکا منلې چې له ایران سره د جګړې په لومړیو څلورو میاشتو کې ۱۸ امریکايي سرتېري وژل شوي او ۴۱۷ نور ټپیان شوي دي. د امریکا د دفاع وزارت د عمومي پلټونکي په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له ۲۸مې څخه د جون تر ۳۰مې پورې ۱۱ سرتېري په پوځي عملیاتو او ۷ نور په غیرجنګي پېښو کې وژل شوي دي. د راپور له مخې په همدې موده کې د ایراني بریدونو له امله ۱۸ امریکايي جنګي الوتکې او چورلکې او ۳۰ بې پیلوټه الوتکې له منځه تللې دي. همداراز په کویټ، بحرین، قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، عراق، عمان او اردن کې د امریکا پر پوځي اډو سلګونو ودانیو او تاسیساتو ته زیانونه اوښتي او ګڼې ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړې شوې دي. راپور زیاتوي چې د «ایپک فیوري» عملیاتو پر مهال د امریکا د مهماتو زېرمې په چټکۍ کمې شوې او د کمښت د پوره کولو پر وړاندې هم خنډونه رامنځته شول.
