کوټه(ویب نیوز) د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د قرغیزستان د بهرنیو چارو له وزیر ژینبېک کولوبایوف سره په ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ، پانګونې او ګډو پروژو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا، د شته هوکړو د عملي کولو، د نویو همکاریو د رامنځته کولو، د لوړپوړو پلاوو د تګ راتګ او منظم سیاسي تعامل په اړه بحث کړی دی. متقي د ګډو اقتصادي او سوداګریزو پروژو د عملي کولو لپاره د افغانستان چمتووالی څرګند کړی او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غیر دایمي غړي په توګه د قرغیزستان ټاکل یې مهمه لاسته راوړنه بللې ده. دواړو لورو د اړیکو د لا پراختیا او د شته هوکړو د عملي کولو پر دوام ټینګار کړی دی.
