کوټه (یو اېن اې) د چاغي ضلعې په دالبندین کې نامعلومو مسلح کسانو د سټي پولیس تاڼې باندې سخت برید کړی او ودانۍ یې سوځولې ده. د ډي ایس پي چاغي عابد شیرزئي په وینا، د برید وروسته په تاڼه کې بند ۱۴ څخه زیات قیدیان له موقعې ګټه پورته کړې او تښتېدلي دي. د پېښې وروسته په ښار کې سخت ویره خپره شوې او کاروباري مرکزونه تړل شوي دي. د راپورونو له مخې د برید پر مهال د وسلوالو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د ښار په بېلابېلو برخو کې شدید ډزې هم شوي، چې پکې دوه کسان ژوبل شوي دي او روغتون ته رسول شوي دي. امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د تښتېدلو قیدیانو او بریدګرو د نیولو لپاره پراخه عملیات پیل کړي دي.
