مقامی ۱۶ مئی ۲۰۲۶

سمارټ لاک ډاون د تاجرانو سره لویه ناانصافي ده، حکومت دې پرېکړه بیرته واخلي: عوامي نېشنل ګوند

کوټه (یو اېن اې) عوامي نېشنل ګوند په خپل بیان کې ویلي چې د عید په موقع د سمارټ لاک ډاون نافذول د تاجرانو، دکاندارانو او مزدور طبقې سره ښکاره ناانصافي ده او حکومت دې دا پرېکړه سمدستي بیرته واخلي. بیان کې ویل شوي چې د عید په ورځو کې کاروباري فعالیتونه د خلکو د کال تر ټولو مهم عاید وي، خو د مارکیټونو بندول د زرګونو کورنیو روزګار زیانمن کړی دی. ګوند زیاته کړې چې د ایران د حالاتو په نوم د کاروبار بندول د منلو وړ نه دي، ځکه په نورو هېوادونو کې د ورته حالاتو باوجود ژوند او کاروبار روان وي. عوامي نېشنل ګوند غوښتنه کړې چې حکومت دې بازارونه او شاپنګ سنټرونه پرانیزي او تاجرانو ته دې فوري ریلیف ورکړي.