کوټه(ویب نیوز) د سعودي ائتلافي ځواکونو په وینا، د یمن حوثیانو له خوا د مکې مکرمې پر لور لېږل شوی ډرون سعودي هوايي دفاعي ځواکونو تر دې مخکې چې ممنوعه هوايي حریم ته داخل شي، ویجاړ کړی دی. سعودي ائتلاف ویلي چې د حرمینو شریفینو پر لور به هېڅ ډول ګواښ ونه زغمل شي او مقدس ځایونه یې سره کرښه ده. د اسلامي همکاریو سازمان (او آی سي) د مکې مکرمې او مدینې منورې پر سیمو د حوثیانو بریدونه په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې د مقدسو ځایونو او جوماتونو د حرمت ماتول د منلو وړ نه دي. د کعبې شریفې امام شیخ ډاکټر عبدالرحمان السدیس هم پر مقدسو ځایونو د بریدونو غندنه کړې او له خلکو یې غوښتي چې له اوازو ډډه وکړي او معلومات یوازې له باوري سرچینو ترلاسه کړي. سعودي چارواکو ویلي چې تر دې مخکې په جازان، ابها او خمیس مشیط ښارونو کې هم د احتمالي بریدونو له امله د خطر زنګونه وهل شوي وو، په داسې حال کې چې د دوشنبې په ورځ پر سعودي عربستان د حوثیانو په توغندیزو او ډرون بریدونو کې ۱۳ ملکي وګړي ټپیان شوي وو.
