کوټه (یو اېن اې) د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند په یوه بیان کې د کلی منګله اوسېدونکي ظفر خان بازئي د تښتونې سخت غندنه کړې او له حکومت، انتظامي ادارو او قانون نافذوونکو ځواکونو یې د هغه د فوري خوشې کولو غوښتنه کړې ده. بیان کې ویل شوي چې په صوبه کې د تښتونو، جرمونو او ناامنۍ پېښې د خلکو لپاره جدي اندېښنه ګرځېدلې دي. ګوند همدارنګه د تکتو او شاوخوا سیمو د ځمکو پر لانجې اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دا ځمکې د عدالت د پرېکړې له مخې د ځايي قبایلو ملکیت دي، نو هر ډول غیرقانوني قبضه د منلو وړ نه ده. ګوند له حکومت غوښتي چې د قبضهګرو پر ضد سمدستي اقدام وکړي او د عدالت پرېکړې عملي کړي، ګنې خلک به د احتجاج حق استعمال کړي.
