پاکستان هر کال د خوراکي تېلو پر وارداتو میلیاردونه ډالر لګوي. حکومت د لمرګل، کینولا، ریپ سیډ، کنجد او سویابین د تولید د زیاتولو لپاره لنډمهاله او اوږدمهاله پلان جوړ کړی چې د وارداتو پر انحصار د کمولو په لور مهم ګام دی. خو پاکستان باید د خپلو دودیزو کرنیزو ځمکو ترڅنګ ساحلي سرچینو ته هم پاملرنه وکړي. په ځانګړي ډول د بلوچستان په اوږده ساحلي پټه کې د مالګینو اوبو پر وړاندې د مقاومت لرونکې «سالیکورنیا» په څېر د تېلو لرونکو بوټو منظمې څېړنې او ازمایښتي کرکیله کولی شي د اقتصادي ودې نوی فرصت رامنځته کړي. څېړنو ښودلې چې د پاکستان له ساحلي سیمو څخه د ترلاسه شوې سالیکورنیا په تخمونو کې د پام وړ اندازه تېل شته.
اړینه ده چې حکومت د بلوچستان او سند په ساحلي سیمو کې په پړاوونو کې د سالیکورنیا ازمایښتي پروژې پیل کړي، چې پکې د سمندري اوبو، ځمکې، تولید، د تېلو اندازې، لګښت او د خوراکي کیفیت علمي ارزونه وشي. که پایلې بریالۍ وي، ساحلي ځمکې دې د ځايي خلکو په ګډون تر کرکیلې لاندې راوستل شي او په همدې ساحلي سیمو کې دې د تخمونو، تېلو ایستلو، بستهبندۍ او نورو اړوندو صنعتونو د جوړولو زمینه برابره شي. له دې سره به نه یوازې د خوراکي تېلو کورنی تولید زیات شي، بلکې پر کب نیونې د زیاتې تکیې لرونکو ساحلي ټولنو لپاره به د کار او عاید نوې لارې هم رامنځته شي.
د پاکستان لپاره دا یوازې د وارداتي لګښتونو د کمولو وخت نه دی، بلکې د خپلو غیر دودیزو سرچینو د اقتصادي ځواک په بدلولو وخت هم دی. که د سمندر اوبه او د ساحل غیر دودیزې ځمکې له عصري څېړنو، ځايي خلکو او صنعت سره وتړل شي، نو ساحلي پټه به یوازې جغرافیایي سرحد نه وي پاتې، بلکې د خوراکي تېلو، روزګار او ځايي سوکالۍ پر نوي مرکز بدلېدای شي. هغه میلیاردونه ډالر چې نن د خوراکي تېلو د واردولو لپاره بهر ته ځي، د څېړنې، مناسبې پلان جوړونې او د ځايي خلکو د ګډون پر بنسټ د عملي پروژو په صورت کې د پام وړ برخه یې په راتلونکي کې د هېواد دننه پاتې کېدای شي.
