پاکستان ۱۹ ستمبر ۲۰۲۶

له افغان خاورې د ترهګرۍ مخنیوی د طالبانو د رژیم دنده ده: د آی اېس پي آر مشر

کوټه(ویب نیوز) د آی اېس پي آر مشر ډګر جنرال احمد شریف چوهدري ویلي چې له افغان خاورې پر پاکستان د ترهګریزو بریدونو مخنیوی د طالبانو د رژیم دنده ده. نوموړي عرب نیوز ته په مرکه کې وویل چې د پاکستان غوښتنه دا ده چې افغان طالبان د دوحې تړون له مخې پر خپلو ژمنو عمل وکړي، که نه پاکستان د خپل دفاع بشپړ حق لري. د هغه په وینا، ۸۰ سلنه ځانمرګي بریدګر افغانان دي. د بلوچستان د وضعیت په اړه نوموړي وویل چې ترهګر ولسي ملاتړ نه لري او د دولت تګلاره روښانه ده چې له ترهګرو سره خبرې نه کېږي. د سعودي عربستان په اړه هغه وویل چې پاکستان د سعودي امنیت او د حرمین شریفین د ساتنې لپاره پر خپل ژمن پاتې دی او د دواړو هېوادونو سیاسي او پوځي مشران له یو بل سره په دوامداره اړیکه کې دي.