کوټه(ویب نیوز) د پاکستان تحریک انصاف د خیبر پښتونخوا مشر جنید اکبر د سپټمبر د ۲۷مې لانګ مارچ په اړه ویلي چې دا ځل به د احتجاج له لارې شاته نه شي. نوموړي په مردان کې د ګوند کارکوونکو غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې اسلاماباد ته به له یوه لارې نه، بلکې د موټروې، جي ټي روډ، مارګلې غرونو او د ډي آی خان له لوري هم د تګ هڅه کوي. هغه د تېر احتجاج یادونه وکړه او ویې ویل چې دا ځل به د مړو له ښخولو وروسته چوپ پاتې نه شي او زیاته یې کړه چې «اسلاماباد به موږ سومنات جوړ کړو».
