کوټه(ویب نیوز) د انرژۍ وفاقي وزیر اویس لغاري ویلي چې حکومت د برېښنا د پېر او پلور نوی نظام عملي کړی، چې له مخې به د برېښنا تولیدوونکي او مصرفوونکي پخپله د برېښنا پېر او پلور کوي. نوموړي وویل چې حکومت به نور په مستقیم ډول برېښنا نه اخلي او د برېښنا په برخه کې د اصلاحاتو لړۍ روانه ده. اویس لغاري وویل چې په تېرو دوو کلونو کې خلکو ته د ارزانه برېښنا برابرولو او د برېښنا په سکټور کې د اصلاحاتو لپاره اقدامات شوي او د نوي نظام موخه د برېښنا د پېر او پلور د طریقې بدلون دی.
