پاکستان ۲۱ ستمبر ۲۰۲۶

نه اسلام‌اباد سومنات دی او نه جنید اکبر محمود غزنوي دی: خواجه آصف

کوټه(ویب نیوز) د دفاع وزیر خواجه آصف د پي ټي آی د خیبر پښتونخوا د مشر جنید اکبر د اسلام‌اباد د «سومنات» جوړولو د بیان په غبرګون کې ویلي چې اسلام‌اباد نه سومنات دی او نه جنید اکبر محمود غزنوي دی. نوموړي ویلي چې اسلام‌اباد د پاکستان پلازمېنه، د وفاق نښه او د اسلام قلعه ده. خواجه آصف پر اېکس په یوه بیان کې ویلي چې د مخالفینو له خبرو څرګندېږي چې هغوی د واک ترلاسه کولو لپاره تر کومه حده تللی شي. هغه د عمران خان پر سیاست هم نیوکه کړې او پوښتنه یې کړې چې ایا په خیبر پښتونخوا کې د ورځني ځاني زیان پر وړاندې دوی اندېښمن نه دي او ایا طالبان د هغوی متحدین دي.