کوټه(ویب نیوز) د آی اېس پي آر له مخې د سپټمبر پر ۲۰مه د خیبر پښتونخوا په هنګو ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ په نښته کې ۸ ترهګر وژل شوي او د پاکستان پوځ د دوو افسرانو په ګډون ۶ سرتېري شهیدان شوي دي. په شهیدانو کې ۲۳ کلن کیپټن ابوذر فاروق، ۲۲ کلن لیفټیننټ شیراز بابر، شکیل احمد، حمزه، محمد عثمان عزیز او غلام سجاد شامل دي. د آی اېس پي آر په وینا، کیپټن ابوذر د ګوجرانوالې او لیفټیننټ شیراز بابر د چکوال اوسېدونکی و. په سیمه کې د نورو وسله والو د لټون او له منځه وړلو لپاره د پاکولو عملیات روان دي. وزیراعظم شهباز شریف، د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د پنجاب وزیراعلیٰ مریم نواز د شهیدانو قربانۍ وستایلې.
