تازه خبرونه ۲۱ ستمبر ۲۰۲۶

که دښمن د سولې وړاندیز وکړي، باید رد نه شي: د ایران ولسمشر

کوټه(ویب نیوز) د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې ایران جګړه نه غواړي، خو د هېڅ ډول فشار یا ګواښ پر وړاندې به تسلیم نه شي. نوموړي په یوه بیان کې ویلي چې که دښمن د سولې وړاندیز وکړي، باید رد نه شي، ایران به هوکړه وکړي او په بشپړ صداقت به پرې ولاړ پاتې شي. هغه وویل چې د هېواد د ستونزو د حل لپاره یووالی او همغږي اړینه ده او د تلپاتې سولې او امنیت لپاره له هر ډول خبرو اترو هرکلی کوي.