کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان د خوړو صوبايي وزیر نور محمد دومړ ویلي چې حکومت په ټولو سیمو کې د یو شان پرمختګ لپاره اقدامات کوي او وروسته پاتې سیمې د پرمختګ بهیر ته شاملول یې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. نوموړي وویل چې د سړکونو، څښاک اوبو، برېښنا، روغتیا او تعلیم په برخو کې د اساسي اسانتیاوو د برابرولو لپاره هڅې روانې دي او د پرمختیايي پروژو د پر وخت بشپړېدو، کیفیت او شفافیت څارنه هم کېږي.
