کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان د بسونو د اتحادیې مرکزي د اطلاعاتو سکرتر ظاهر شاه کاکړ، د پنجاب او خیبر پښتونخوا د بسونو د اتحادیې عمومي سکرتر وزیر خان او نورو مشرانو د پټرولو او نورو تېلو د بیو پر پرلهپسې لوړېدو اندېښنه څرګنده کړې ده. دوی ویلي چې د تېلو د بیو زیاتوالي پر عامو خلکو، ټرانسپورټ، کارګرانو او سوداګرو دروند بار اچولی او د سفر او نورو لومړنیو توکو لګښتونه یې زیات کړي دي. دوی له حکومت څخه د تېلو د بیو د کمولو او ټرانسپورټي شرکتونو لپاره د ځانګړي مرستندویه پکېج غوښتنه کړې ده.
