کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان د وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي او د خزانې وزیر میر شعیب نوشېرواني د لیدلوري له مخې او د بلوچستان ریونیو اتھارټۍ د مشرې په لارښوونه د ادارې یوې ډلې په کوټه کې له بېلابېلو واده تالارونو څخه لیدنه وکړه. د لیدنې پر مهال د بلوچستان ریونیو اتھارټۍ او بلوچستان سیلز ټېکس آن سروسز قانون ۲۰۱۵ له مخې د مالیاتي قوانینو، ثبت، د ریکارډ ساتلو او د واجب الادا مالیې پر وخت ورکولو په اړه معلومات ورکړل شول او ګڼو واده تالارونو ته د قانوني غوښتنو د پوره کولو لپاره نوټسونه هم ورکړل شول. د ریونیو اتھارټۍ په وینا د دې اقداماتو موخه مالیه ورکوونکو ته اسانتیا، د مالیاتي نظام شفافیت، د مالیې په شبکه کې پراختیا او د صوبايي عوایدو زیاتوالی دی.
