کوټه(ویب نیوز) د پښتونخوا نېب انجینرانو او معمارانو فورم منشي انجینر اسلم مندوخېل د بیوټمز ښار کیمپس بل دولتي ادارې ته د سپارلو پر اقدام اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې بیوټمز د کوم فرد یا حکومت ملکیت نه، بلکې د ولس او راتلونکو نسلونو ملي شتمني ده. نوموړي وویل، د بلوچستان تعلیمي، تخنیکي او څېړنیزې شتمنۍ باید محدودې نه شي، بلکې پوهنتون ته دې نوره ځمکه، عصري لابراتوارونه او نوي تعلیمي او څېړنیز څانګې ورکړل شي. هغه غوښتنه وکړه چې د بیوټمز ښار کیمپس د ځمکې الاټمنټ دې لغوه او د پوهنتون لپاره دې وساتل شي او د صوبې د تعلیمي او څېړنیزو ځمکو او تاریخي میراث په اړه د تېرو او اوسنیو ټولو پرېکړو شفافه او بې پرې ارزونه دې وشي.
