نوشکي(ویب نیوز) له نوشکي څخه شاوخوا یوه میاشت مخکې د وسله والو له خوا تښتول شوی د ښاروالۍ کمېټې کونسلر جانان بړېڅ بېرته خوشې شوی دی. د کورنۍ د سرچینو له مخې، جانان بړېڅ دوه ورځې مخکې د بلوچستان د قلات سیمې ته څېرمه د وسله والو له منګولو خوشې شو او وروسته په خوندي توګه کوټې ته ورسېد او دا مهال له خپلو خپلوانو سره دی. د یادونې وړ ده چې جانان بړېڅ شاوخوا یوه میاشت مخکې د نوشکي له مسجد روډ څخه وسله والو له ځان سره بیولی و. د هغه د بېرته راخوشې کېدو لپاره د کورنۍ او اړوندو کړیو هڅې روانې وې. د جانان بړېڅ پر خوشې کېدو کورنۍ خوښي څرګنده کړې او د ټولو هغو خیرغوښتونکو مننه یې کړې چې د هغه د روغتیا او بېرته راخوشې کېدو په اړه اندېښمن وو.
