کوټه(ویب نیوز) د امنیتي ځواکونو پر پوسته له ډزو وروسته پر ټولنیزو رسنیو داسې پیغامونه خپرېږي چې سبا د دوشنبې په ورځ به په نوشکي کې کرفیو نافذ شي، خو د کورنیو چارو وزارت یا ضلعي انتظامیې له لوري تر اوسه د کرفیو په اړه کوم رسمي خبرتیا نه ده خپره شوې. د کرفیو په اړه د متضادو معلوماتو له امله د نوشکي خلک له سختې اندېښنې او ناڅرګندتیا سره مخ دي. د سرچینو په وینا، د ضلعي انتظامیې له اړوندو چارواکو سره د اړیکې پر مهال هغوی په نوشکي کې د کرفیو د نافذېدو تصدیق نه دی کړی او په دې اړه یې ناخبري څرګنده کړې ده. ښاریانو غوښتنه کړې چې که په نوشکي کې کرفیو نافذېږي، نو د کورنیو چارو وزارت یا ضلعي انتظامیه دې سمدستي رسمي او څرګند خبرتیا خپره کړي، څو خلک پر وخت له وضعیت څخه خبر شي. ولسي کړیو ویلي چې په حساسو حالاتو کې متضاد معلومات د خلکو اندېښنې زیاتوي، نو اړوندې ادارې دې د کرفیو په اړه یو واضح او مستند دریځ اعلان کړي.
