مقامی ۲۱ ستمبر ۲۰۲۶

د سونا خان تاڼې ته څېرمه د ټرک او پټرولو وړونکي موټرسایکل ټکر، موټرسایکل سپور وژل شوی

کوټه(ویب نیوز) د سونا خان تاڼې ته څېرمه د یوه ټرک او پټرولو وړونکي موټرسایکل ترمنځ د ټکر له امله موټرسایکل سپور د اور په لمبو کې سوځېدلی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی. د فایر سروسز رئیس عبدالحق خان اڅکزي په وینا، د پېښې له خبر ترلاسه کېدو سره سم د میټروپولیټن فایر بریګېډ پر وخت سیمې ته ورسېده، اور یې مهار کړ، سړک یې پاک او د ترافیکو تګ راتګ یې بېرته عادي کړ او ټرک یې له نورو زیانونو خوندي کړ.