د پاکستان سوپر لیګ (PSL) په یوولسم پړاو فاینل کې پېښور زلمي حیدرآباد کینګز مین ته په 5 ویکټو ماتې ورکړه او د دوهم ځل لپاره یې د اتلولۍ اعزاز خپل کړ. زلمي له 8 کلونو وروسته بیا ټرافۍ وګټله.حیدرآباد کینګز مین چې 130 منډې هدف یې ټاکلی و، د پېښور زلمي په ځوابي بیټنګ کې په 18 اوورونو کې 129 منډو ته وساتل شول او ټول لوبغاړي یې آؤټ شول. صائم ایوب 54 منډې وکړې او ښه بیټنګ یې وړاندې کړ.د پېښور زلمي اننګز هم په پیل کې ستونزمن و، لومړۍ ویکټه په 6 منډو ولوېده، محمد حارث یوازې 6 منډې وکړې. کپتان بابر اعظم هم پرته له کومې منډې آؤټ شو.خو ایرون هارډي او عبدالصمد د مسؤلیت ښودنه وکړه او د 85 منډو مهمه ملګرتیا یې جوړه کړه چې ټیم یې د بریا تر لیکې ورساوه. ایرون هارډي په فشار کې 55 ناسوځېدلې منډې وکړې، او عبدالصمد 48 منډې جوړې کړې.دا فاینل چې د لاهور په قذافي اسټېډیم کې ترسره کېده، پېښور زلمي ټاس وګاټه او لومړی یې بالینګ غوره کړ. د لوبې نه مخکې رنګینه اختتامي مراسم هم ترسره شول.پېښور زلمي په لیګ مرحله کې هم قوي کارکردګي ښودلې وه، 8 میچونه یې ګټلي، یوازې یو کې یې ماتې خوړلې او یو میچ باران لغوه کړی و.کپتان بابر اعظم د ټورنمنټ تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی پاتې شوی، او د کوشل مینډس سره یې جوړه هم غوره کارکردګي ښودلې. په بالینګ کې سفیان مقیم 21 ویکټې اخیستي او د ټیم مهم بالر پاتې شوی دی.
