اسلام آباد(نوی ژوند)د هوايي ځواک مرستیال مشر ویلي دي چې د هند سره په جګړه کې د پاکستان د بریا اسکور ۰-۸ و، چې پکې ۴ رافیل، یو سخو-۳۰، یو مګ-۲۹، یو میراج-۲۰۰۰ او یو بل قیمتي جنګي الوتکه ویشتل شوې ده. د معرکه حق د یو کال پوره کېدو په موقع په خبري بریفنګ کې هغه وویل چې پاکستاني هوايي ځواک د څو ډومین آپریشنز نوې تګلاره غوره کړې وه او د دښمن هر حرکت یې په نښه کاوه. د هغه په وینا پاکستان د دفاعي حالت څخه په څو ثانیو کې بریدیز حالت ته داخل شو او د دښمن مخه یې په کلکه ونیوله.
