د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر او د پاکستان کرکټ بورډ چیئرمین محسن نقوي د دوه ورځني سفر لپاره د بنګله دېش پلازمېنې ډهاکې ته رسېدلی، چېرته چې د بنګله دېش چارواکو او د کرکټ بورډ استازو د هغه تود هرکلی وکړ۔ د پي سي بي ویاند له مخې، د دې سفر پر مهال به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، کورنیو چارو کې د همکارۍ او د کرکټ اړیکو د پراختیا په اړه مهمې خبرې اترې ترسره شي۔ سرچینې وایي چې د سپورټ په ځانګړي ډول د کرکټ په برخه کې د همکارۍ زیاتولو او د ګډو ګټو پر موضوعاتو به تفصیلي بحث وشي۔
