لوبي ۹ مئی ۲۰۲۶

پاکستان ويمن لوبډلې زمبابوې ته ماتې ورکړه او سيريز يې کلين سويپ کړ

اسلام آباد (ويب ډيسک) د پاکستان ښځينه کرکټ لوبډلې د زمبابوې ښځينه لوبډلې ته په درېيم يو ورځني مېچ کې د 9 وکټو په ستر توپير ماتې ورکړه او درې مېچيزه سيريز يې په کلين سويپ سره خپل کړ۔ په کراچۍ کې ترسره شوي وروستي يو ورځني مېچ کې زمبابوې لومړی بېټنګ وکړ او په 9 وکټو يې 222 منډې جوړې کړې۔ بي لووډ بزا 73 او کيليس 51 منډې جوړې کړې، په داسې حال کې چې تسمیه رباب درې او عايشه ظفر او عروب شاه دوه، دوه لوبغاړې اوټ کړې۔ په ځواب کې د پاکستان اوپنرانو ګل فيروزه او صدف شمس د 220 منډو شانداره ملګرتيا وکړه او مېچ يې يو اړخيز کړ۔ ګل فيروزه 106 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، صدف شمس په 90 منډو اوټ شوه او منيبې علي د بريا شاټ په وهلو سره په 4 منډو ناټ اوټ پاتې شوه۔ پاکستان ويمن لوبډلې په درې واړو مېچونو کې بريا خپله کړه او ټرافي يې وګټله۔